دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 219723
عبدالله د سولې پروسه کې د پاکستان د همکارۍ ستاينه کړې
د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر نن اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه‌محمود قريشي سره ليدنه کې د افغان سولې پروسه کې د پاکستان د مثبت رول ستاينه کړې ده.
عبدالله نن د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ.
د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې دغه ليدنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وویل، پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له دې لارې په افغانستان کې د شخړو د سوله‌ييز او سياسي حل ملاتړ کوي.
قريشي ويلي، پاکستان د ګډ مسؤلیت په توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ رول لوبوي.
قريشي زياته کړې، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک او وروسته په دوحه کې د بين‌الافغاني خبرو پيلېدو په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو امکانات ډېر کړي دي. نوموړي ټينګار کړی چې افغان مشران دې دا فرصت نه ضايع کوي او يوې پايلې ته د رسېدو لپاره دې هڅې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې دغه هېواد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او اسلام‌اباد هيله لري له کابل سره پياوړې اقتصادي اړيکې ولري.
قريشي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې پاکستاني ځواکونو په وار وار د ډيورنډ کرښې له هاخوا په ختيځو ولايتونو توغنديز بريدونه کړي او خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
له بل لوري پاکستان تورن دی چې وخت نا وخت له هند سره د افغانستان د ترانزيت پر وړاندې خنډونه جوړوي او په يوه او بله بهانه سوداګريز کاروانونه دروي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8he8tuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته