د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۲۴ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د شپږو پایلې یې مثبتې وې.
تېره یوه شپه او ورځ کې شپږ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1399 ساعت 16:17
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۲۴ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د شپږو پایلې یې مثبتې وې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته هېڅ تن روغتیا نه ده موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر هماغه ۳۲ زره او ۶۴۲ تنه دی.
·
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
د مطلب کود: 219724