د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته هېڅ تن روغتیا نه ده موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر هماغه ۳۲ زره او ۶۴۲ تنه دی.
·
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)