دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 219729
د ولسي جرګې رئیس د کانکور مخکښ زده‌کوونکي وستایل
د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني نن په ولسي جرګه کې د سږني کال کانکور ازموینه کې اول نمره شمسیه دویم نمره نعمت الله او درېیم نمره محمد مجتبی ته ستاینلیکونه ورکړل او له دوی سره یې نغدي مرسته وکړه.
د ولسي جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې جرګې رئیس میررحمن رحماني نن له غرمې مخکې د سږ کال کانکور ازموینې د لومړي دویم او درېیم نمره ګانو سره لیدلي.
خبرپاڼه لیکي، د ولسي جرګې رئیس د دغه درې کسانو د هڅو ستاینه وکړه دوی ته یې د ولسي جرګې له ادرس ستاینلیکونه او د رحماني بنسټ له لورې یې ورسره نغدي مرسته وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf01d01w6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته