دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 219732
طالبانو ته د ناټو نوی پیغام؛ تېرو کلونو ته د تللو لاره نشته
ناټو وایي، طالبان دې تاوتریخوالی کم او باید پوه شي چې تېرو ۱۹ کلونو ته د تللو لار نشته.
د افغانستان لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت ناټو ملکي استازی ویلي، لا هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او باید داسې سوله وشي چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي.
سټیفانو پونټیکورو ویلي، طالبان باید پوه شي چې تېرو کلونو ته د تللو لاره نشته.
ښاغلي سټیفانو پونټیکورو دا خبرې امریکا غو اشنا رادیو سره په یو مرکه کې کړي.
هغه ویلي، لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه او د منلو نه ده.
 
نوموړي زیاته کړه: "د سولې بهیر به له ستونزو ډک وي، خو که چېرې باور نه وي څو ځله به ستونزمن وي د تاوتریخوالي کمېدل د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړولو په معنی دي."
خو طالبان بیا وایي چې دوی له امریکا سره خپلو تعهداتو ته ژمن دي.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ناټو د ملکي استازي د خبرو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د تاوتریخوالي کمښت د جګړې دواړو خواوو پورې اړه لري او په خبره یې دواړه لوري باید په دې برخه کې اقدام وکړي.
د افغانستان لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت ناټو ملکي استازي په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د ادعام په اړه هم ویلي، که چېرې په دې برخه کې د افغان حکومت چارواکي د همکارۍ غوښتنه وکړي دوی به ورسره مرسته وکړي.
نوموړی دا خبره ورسته له هغې کوي چې تېره اونۍ د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني تر سولې ورسته په ټولنه او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر د طالبانو د ادغام خبره وکړه.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورنیو چارو کمېسیون غړی فدا محمد الفت صالح وايي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې د جګړې پر ښکېلوو خواوو فشار راوړي.
صالح وویل: "زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه کولای شي دغه مسایل مدیریت کړي او افغان حکومت په ځانګړې توګه د سولې مذاکراتي ټیم چې د خلکو او حکومت په استازیتوب له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، د سولې خبرو اترو جلسې دې په ډېره حوصلې او زغم مخته یوسي تر څو موږ سولې ته ورسېږو، د نوي او ښه افغانستان د جوړولو یوازینۍ لار سوله ده."
ښاغلي صالح ټينګار وکړ، تر کومه چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی کم نه شي او د سولې د رامنځته کولو لپاره د جنګ دواړه خواووې هڅې ونه کړي دوامداره سولې ته رسېدل ناشوني دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthe88uqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته