دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 219733
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې له بهیر د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.
د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي قریشي د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
قریشي ویلي پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو او د افغان سولې د بهیر په اړه د ګډ تفاهم د رامنځته کولو په برخه کې یو نوی باب پرانېزي.
هغه پرته له دې چې جزییات ورکړي دا هم ویلي چې د افغانستان د سولې د خبرو پر مهال باید په سیمه کې په ځینو شرخوښو عناصرو هم پام وساتل شي چې د سولې او ثبات مخالفه دي.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او تمه ده سبا له صدراعظم عمران خان سره وګوري.
عبدالله هیله ښودلې چې دا سفر یې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې غښتلي کړي او په مټ یې د سولې په برخه کې د همکاریو نوی باب پرانیستل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeonue49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته