دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 219734
ارګ: د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته ژمن يو
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت د بيان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي حق ته ژمن دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په تړاو د افغان حکومت اعلاميه خپره کړې.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د اساسي قانون، د رسنيو د ټوليز قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان وګړي حق ګڼي او د هغه ساتلو ته ژمن دی.
 په اعلاميه کې راغلي:
په تېرو څلورو لسيزو کې د بيان ازادۍ تر ټولو ستر بستر چې د يوې پرانيستې ټولنې لپاره د دولت او خلکو د ارادې او ژمنیتا څرګندونه کوي او په سيمه کې ساری نه لري اوس مهال رامنځته شوی دی.
اعلاميه زياتوي، چې د افغانستان معاصر تاريخ د ټوليزو ازاديو او يوه ولسواک نظام د مخنيوي د هڅو شاهد دی او اوس مهال هم دغه ډول ګواښونه شته چې بايد پام ورته وشي.
اعلاميه کې زياته شوې:
موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د بيان ازادي او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی به د يوه مهم او اساسي حق په توګه پاتې کېږي او حکومت د تېرو ۱۹ کلونو د ټولو لاسته راوړنو ساتلو ته ژمن دی.
افغان حکومت داسې مهال يو ځل بيا د بيان ازادۍ ساتلو ته خپله ژمنتیا تازه کوي چې نن د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ده.
که څه هم د افغانستان په معاصر تاريخ کې د بيان ازادۍ له اړخه تېر ۱۹ کلونه بې ساري بلل کېږي خو اوس هم افغان خبريالان نيوکې کوي چې يو شمېر مواردو کې پر وخت او مهمو اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او يو شمېر حکومتي ادارې د معلوماتو ورکړه کې ټنبلي کوي.
د خبريالانو په باور، همدا اوس دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له بهير هم لرې ساتل کېږي او هغه ډول اطلاعات نه ورکول کېږي چې خلک يې هيله لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf9b5arhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته