دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 219755
پاکستان له افغانستان سره لارې خلاصوي
پاکستان وايي له افغانستان سره به ټولې لارې د ټرانزیټ او د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کرونا وایروس د پراختیا له کبله له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې خو اوس تازه پرېکړه شوې چې د سې شنبې، چهارشنبې و پنجشنبې په ورځو کې به دغه لارې د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کرونا وایروس د پراختیا له کبله له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د تګ راتګ او ټرانزیټ پرمخ تړلې وې.
بلخوا تېره ورځ د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ او هلته یې د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې په پروسه او دغه راز د دواړو هیوادونو پر همکارۍ خبرې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8wnjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته