د پکتیا د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې ۶۰ زعفران کاران د زعفرانو، کرکېلي، پاللو، راټولولو، پروسس او بسته بندی او د زعفرانو د کرنیزو عملیاتو په برخه کې وروزل شول.
پکتیا کې یوشمېر زعفران کار بزګران روزل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1399 ساعت 12:05
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې ۶۰ زعفران کاران د زعفرانو، کرکېلي، پاللو، راټولولو، پروسس او بسته بندی او د زعفرانو د کرنیزو عملیاتو په برخه کې وروزل شول.
د پکتیا ولایت د کرنې رییس انجنیر محمد الدین موند وویل، چې د زعفرانو پروسس او بسته بندی د زعفرانو په کیفیت او بیه کې رغنده رول لري او زعفران کاران باید په دې برخه کې لازم مهارتونه ولري.
ښاغلي مومند وویل، پکتیا د زعفرانو د کرکېلي په پار مناسبه هوا لري او په دې ولایت کې زعفران د کمیت او کیفیت له پلوه کولای شي چې، ښه حاصل ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د پکتیا زعفران ښه بازار هم لري.
د مطلب کود: 219763