دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 219774
دایکندي کې ماین چاودنې د ۱۴ ملکیانو ژوند واخیست
دایکندي ولایت کې ۱۴ تنه د طالبانو ماین چاودنه کې وژل شوي چې په کې ۷ ښځې، ۵ ماشومان او ۲ نارینه شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي پېښه نن(سې شنبې د تلې په ۸مه  نېټه) د کجران ولسوالۍ په دشت سلیمان اباد سیمه کې شوې او په ترڅ کې یې ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې په حواله پېښه هغه مهال شوې چې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر پر ماین برابر شوی دی.
کورنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۳۵۰۰ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1d0jw6dyea.,ziw.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته