دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 219785
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه په کرونا اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۲۵۴ کسانو ته ورسېد.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه تنه مړه شوي دي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۵۸ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۰۴ تنه رغېدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6wnim23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته