دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 219793
نړیوال بانک افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي
نړیوال بانک له افغانستان سره د مالي سکتور او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
د نړیوال بانک مسئولین وایي، دغه مرستې په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه کوي ترڅو دغه هیواد کې اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي او دغه راز د کوچنیو او لویو سوداګریزو سکتورونو فعالیتونه زیات شي.
نړیوال بانک په داسې حال کې دغه مرستې کوي چې د کرونا وایروس له خپرېدو را وروسته د نورو هیوادونو ترڅنګ افغانستان هم سخت زیانمن شوی او سوداګرو یې په زیاته کچه تاوانونه کړي دي.
د یادونې ده چې نړیوال بانک تردې وړاندې هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9xwak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته