کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1399 ساعت 15:38

نړیوال بانک له افغانستان سره د مالي سکتور او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.


د نړیوال بانک مسئولین وایي، دغه مرستې په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه کوي ترڅو دغه هیواد کې اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي او دغه راز د کوچنیو او لویو سوداګریزو سکتورونو فعالیتونه زیات شي.
نړیوال بانک په داسې حال کې دغه مرستې کوي چې د کرونا وایروس له خپرېدو را وروسته د نورو هیوادونو ترڅنګ افغانستان هم سخت زیانمن شوی او سوداګرو یې په زیاته کچه تاوانونه کړي دي.
د یادونې ده چې نړیوال بانک تردې وړاندې هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.


د مطلب کود: 219793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219793/نړیوال-بانک-افغانستان-سره-۱۰۰-میلیونه-ډالر-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com