دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 219794
د فوټبال غوره لیګ- سپین غر بازانو موج های امو ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو په درېمه لوبې کې د سپین غر بازانو او موج های امو لوبډلو سره سیالي وکړه چې سپین غر بازانو د یوه لوبغاړي د وتو سره بیا هم لوبه وګټله.
لوبه پرون دوشنبه (۷تله/۲۸سپټمبر) د کابل پر وخت د ماښام ۶ بجې پیل شوه او تر پایه د سپین غر بازانو لوبډلې په ګټه یوازې یو ګول ووهل شو.
لوبه هغه مهال ډېره جالبه شوه چې فرشید وجودي په ۱۳ دقیقیې کې ګول ووهه خو په ۶۶ دقیقیې کې د سپین غر بازانو لوبډلمشر سور کارت ترالسه او له لوبې بهر شو.
شیر علي لعلي د تېر کال د غوره لیګ په نیمه پایلوبې کې هم سور کارت اخیستی او له لوبې بهر شوی و.
هغه د سږ کال د لیګ پیلېدو یوه ورځ مخکې امریکا غږ ته ویلي: "سږ کال مو لوبډله ښه چمتو ده. هڅه مو دا ده چې لوبډله مو پایلوبې ته لاره پیدا او لیګ وګټي."
فرشید وجودي د یوه ګول په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د سپین غر بازانو دغې بریا سره درې امتیازه خپل کړل.
د روان لیګ په دویمې لوبې کې، وړمه ورځ د میوند اتلانو او شاهین اسمايي لوبډلې ولوبېدې چې لوبه ۳-۰ د شاهین اسمايي په ګته ختمه شوه.
په پام کې ده چې نن ماښام د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش لوبډلې سره ولوبیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwwnik23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته