دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 219796
د نیمروز د پنبې حاصلات لس برابره ډېر شوي دي
د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې نیمروز ولایت کې د مالوچو«پنبې» سږني حاصلاتو کچه لس برابره ډېره شوې ده.
د دغه وزارت په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې سږ کال د نیمروز پر دوه نیم زره هکټاره ځمکې باندې د مالوچو«پنبې» تخم کرل شوی دی چې د څه باند ۵ زره ټنو حاصل به ترې راټول شي.
تېر کال له دغه ولایت نه ۵۶۰ ټنه مالوچ ترلاسه شوی و.
د کرنې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي: "د مالوچو د تخم کرلو سره د خلکو لیوالتیا او د دغه نبات په اړه بزګرانو ته پوهاوی د حاصلاتو د ډېرښت لاملونه دي."
د کرنې وزارت په وینا د مالوچو تخم له ډېرو پخوا کلونو راهیسې افغانستان کې کرل کیږي.
تېرو څو لیسیزو کې افغانستان د سېمې په هېوادو کې د مالوچو او نخي کالیو ستر تولیدوونکی هېواد و خو کورنیو جګړو د دغه اړین صنعت بنسټونه او کارخانې له منځه وړي دي.
د نیمروز په شمول د افغانستان ۱۷ نور ولایتونه د دغې غلې د کرلو وړتیا لري او حاصل یې د قناعت وړ دی.
د مالوچو تخم د صنعتي انفلاب مهم نبات دی چې له غوړیو نه نیولې تر جامو/ټکورونو او ان کیمیاوي کوډو پورې ترې تولیدیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhhe8muqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته