دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 219808
یونېسف: په افغانستان کې د پولیو ۴۹ نوې پېښې ثبت شوې
د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د فرعي واکسینونو د کمپاین له پیل سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق په دغه هېواد د پولیو د ۴۹ پېښو د ثبت خبر ورکوي.
دغه اداره وايي،دا پېښې په ۹ کلونو کې بې سارې دي.
ټاکل شوي چې په نوې پیل شوې کمپاین کې دوه میلیونه ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي.
 
پنځه کلنه شکریه ګوزڼ وهلې.
هغه په خپله ماشومانه انداز وایي، په لار نه شي تلای او تر دې یې وړه خور په خپلو پښو ګرځي.
د هغې مور صایمه هم خپلې لور دغه وضیعت ته ډېره اندېښمنه ده.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل، لور یې هغه مهال په ګوزڼ اخته شوه، کله چې د پاکستان په یوه کمپ کې کډواله وه.
صایمه اوس د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ استوګنې ده.
هغه زیاتوي: "موږ کډوال و، پاکستان یو کمپ کې اوسېدو،کله چې وطن ته راغلو لور مې د ۲۲ ورځو وه، د پولیو واکسین نه خبره نه وم، وروسته بیا د پولیو د واکسین کارکوونکي راغلل او ورته یې واکسین وکړ، اوس نورو بچیانو ته واکسین کوم ځکه پخوا نه پوهېدم او ځان سره مو خپله ظلم وکړ."
د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۱۰ ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لوګر میدان وردګ، پروان،کندز، بغلان او نورستان کې د ګوزڼ پر ضد د درې ورځني کمپاین د پیل خبر ورکوي.
دغه کمپاین چې د سېپټېمبر له ۲۸ مې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شوی چې دغه کمپاین په څه باندې شپږ میلیونه ماشومانو تطبیق شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د واکسینونو د عامه پوهاوي مشر ډاکتر ګلا خان ایوب نن سه شنبې ازادي راډیو ته وویل: "مونږ هڅه کوو چې د پولیو د بشپړ لمنځه وړلو لپاره کمپاینونه ترسره کړو، اوس مهال د هېواد په ۱۰ ولایتونو یعنې ۱۱۲ ولسوالیو کې کمپاین جریان لري، چې دوه عشاریه دوه میلیونه ماشومان واکسین شي."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دا یو فرعي او ځانګړی کمپاین دی چې درې ورځې به دوام کوي.
د پولیو دغه فرعي کمپاین وروسته له هغې ترسره کېږي چې په افغانستان کې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې، د کرونا وبا د خپرېدو له امله د پولیو د واکسین کمپاینونه په ټپه درېدلی و.
په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یا یونېسف اندېښنه ښیې چې سږ کال د پولیو پیښې دوه برابره زیاتې شوې دي.
د دغې ادارې په وینا د ۲۰۲۰ میلادي کال له جنورۍ تر دې مهاله د پولیو ۴۹ پېښې ثبت شوي چې ۳۳ یې له سویلې حوزې راپور ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د دغو پېښو شمېر ۲۰ ته رسېده.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې ( یونېسف) د پولیو د برخې ویاند سید کمال شاه ازادي راډیو ته وویل چې لاهم د نا امنیو له امله څه باندې دوه میلیونه ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
هغه زیاته کړه: "دوه دونیم میلیونه ماشومان په هر واکسین کې کمپاین څخه پاتې کېږي، دا تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې سېمې دي، بل دا چې ټولنیزې ستونزې دي، یو شمېر خلک اجازه نه ورکوي چې ماشومان یې واکسین شي."
د عامې روغتیا وزارت هم دا خبره تایيدوي.
خو طالبان بیا دا خبره ردوي.
‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل مخکې به د پولیو واکسین د تطبیق په پلمه د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې استخباراتي معلومات ټولېدل، خو په خبره ‌یې وروسته ‌یې د روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډه په یوه مېکانیزم توافق وکړ چې دا مهال د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین د هم هغو شرایطو په اساس تطبیقېږي.
د پولیو تازه دوه پېښې پرون په بادغیس او خوست ولایتونو کې کې ثبت شوي دي.
تر دې مخکي د پکتیکا د نکه ولسوالۍ اړوند په جنت خېلو کلي کې په یوه اتلس میاشتني ماشوم کې هم د پولیو پېښه مثبته شوه او د همدې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړه.
همدارنګه څو ورځې وړاندې بدخشان کې هم د ماشومانو د ګوزڼ ۲ پېښې ثبت شوې دي.
د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبتېږي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر ازادي راډیو ته وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0xjyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته