خلیلزاد پر خپل ټوېتر ليکلي، دوحې ته روانېږي تر څو د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د خبرو، د سيمهييز اتصال او د سوداګرۍ د ودې په تړاو له خپلو شريکانو سره خبرې وکړي.
خليلزاد زياته کړې:
افغانان او نړيواله ټولنه حالت له نېږدې څاري او د سولې له خبرو يې هيله دا ده چې افغانستان د سیاسي راتلونکې نقشې او د يوه تلپاتې او هر اړخيز اوربند پر لور پرمختګ وکړي.
خليلزاد داسې مهال دوحې ته خپل سفر پيل کړی چې هلته د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي تر دې مهاله يوازې د خبرو پر تګلاره هم هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د راپورونو له مخې په دې خبرو کې دوه مسايل داسې دي چې ټولې خبرې يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي. له دې ډلې يوه او ډېره جنجالي موضوع د طالبانو دا ټينګار دی چې بينالافغاني خبرې دې هم د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې هوکړې په چوکاټ کې پرمخ لاړې شي.
خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ټينګار بيا پر دې دی چې که د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د بينالافغاني خبرو اساس کېدای شي، د کابل اعلاميه چې پر يو وخت او د ګډې موضوع په تړاو خپره شوې، هم بايد د خبرو اساس ووسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)