د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح د ۹۱ کلنۍ په عمر مړ شو.
د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح مړ شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1399 ساعت 11:24
د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح د ۹۱ کلنۍ په عمر مړ شو.
د کوېټ د شاهي چارو وزیر شېخ علي جراح الصباح پرون ناوخته د ټلوېزیون له لارې د هغه د مړینې خبر ورکړ.
د کوېټ د امیر د روغتیایي وضعیت په اړه له څو میاشتو راهیسې ګونګوسی روانې وې.
شېخ صباح له تېر کال راهیسې څو ځلې روغتون ته لېږدول شوی و.
نوموړي په ۲۰۰۶ کال د تېلو د دغه تولیدوونکي او د متحده ایالاتو د متحد هېواد د چارو واګې په لاس کې اخیستې وې.
د هغه ورور ولیعهد شېخ نواف احمد الصباح د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی.
د مطلب کود: 219836