بدخشان کې امنیتي سرچینې وایي، د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د بدخشان د کوهستان امنیه قومندان ووژل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1399 ساعت 12:16
بدخشان کې امنیتي سرچینې وایي، د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند خامه پرس ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره ورځ سهار نهه بجې د دغه ولایت پر کوهستان ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې ۱۲:۰۰ بجو پورې دوام درلود.
نوموړي وایي، په دغه برید کې د کوهستان ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون دوه سیمهییز پولیس وژل شوي دي.
روحاني زیاته کړه، په دې برید کې څلور وسلهوال طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د مطلب کود: 219840