دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 219845
زمری پيکان په درې کاله بند محکوم شو
د کورنیو چارو وزارت د امن او عامه نظم پخوانی عمومي قومندان پاسوال زمری پيکان له وظيفوي واک د ناوړه استفادې په جرم د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې له لوري په درې کاله بند محکوم شو.
د لويې څارنوالۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د موظف څارنوال د صورت دعوا پر بنسټ زمري پيکان په غيرقانوني ډول خپل زوی مقرر کړی و، نظامي پرسونل او نظامي تجهيزات يې په واک کې ورکړي و، په ۱۳۹۵ کال کې له همدې امکاناتو په استفادې استالف ولسوالۍ ته ځي چې ورسره مل کاروان يې د سړک غاړې له ماين سره مخ کېږي او د زمري پيکان د زوی دوه ساتونکي ټپيانېږي.

د خبرپاڼې په حواله، کله چې پیکان له دې پېښې خبرېږي، د زوی د ملاتړ لپاره نور پرسونل لېږي او امر کوي چې ټپيان روغتون او زوی يې کور ته ورسوي.

خبرپاڼه زياتوي، کله چې د زمري پيکان زوی له پېښې بېرته کابل ته راګرځي له هغه شخص سره مخ کېږي چې ويل کېږي شخصي دښمني يې ورسره لرله، پر هغه ډزې کوي او وژني يې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قضيې موظف څارنوال له څېړنو وروسته صورت دعوا تکميلوي او د اسنادو پر بنسټ زمری پيکان له خپلو واکونو پر ناوړه استفاده تورنوي او د استیناف محکمې له قضايي پلاوي نوموړي ته د جزا غوښتنه کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې قضايي پلاوی په خپله علني غونډه کې زمری پیکان له خپلو واکونو د ناوړه استفادې په تور د جزا کود ۴۰۳ مادې د لومړۍ فقرې او ۱۷مادې مطابق په درې کاله تنفيذي بند محکوموي.

د يادولو ده چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې زمری پیکان د ۱۳۹۶ لمريز کال د لېندۍ په ۱۲مه پر همدې جرم په ۸ کاله تنفيذي بند محکوم کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceeo8wnjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته