دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 219879
افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاريو هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، نن افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاريو يو تړون او درې هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې د ولسمشر غني په حضور کې د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رئیسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رئیسانو سره د اقتصادي همکاریو درې تفاهم لیکونه او یو تړون لاسلیک کړل.
خو په اعلاميه کې په دقيق ډول نه دي ويل شوي چې دا هوکړه ليکونه او تړون د څه په اړه دي.
د دې تړونونو د لاسليک پر مهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف د وېډيو کنفرانس له لارې د خپل هیواد د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سلامونه او نېکې هیلې ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه، ترکمنستان او افغانستان د دوه ښو ګاونډیو او پخوانيو ملګرو په توګه ثابتوي چې د ډيپلوماتیکو مناسباتو ترڅنګ اقتصادي او فرهنګي همکارۍ او اړیکې هم پیاوړې کوي.
میردوف وویل، د ترکمنستان او افغانستان د جمهوررئیسانو مذاکرات تل د دوه اړخیزو همکاریو او مشارکت په اړه وي.
هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ټولو هلو ځلو او نوښتونو ملاتړ کوي او هیله ده چې افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي.
ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې ويلي:
نن موږ خپل  لیرې ښه تاریخ ژوندی کوو او د وروستیو کلونو بد تاریخ جبرانوو. هرات په لومړي ګام کې د ګازو انرژۍ په یو عمده مرکز بدلېږي. د بیات ګروپ او چالک خصوصي شرکت له حضور څخه مننه او دا د دې څرګندوی دي چې د افغانستان او نړیوال خصوصي شرکتونو یو بل ته لاس ورکړی او ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تامینوي.
د ولسمشر په خبره، نوري فایبر د یویشتمې پېړۍ زیربنا ده او دا زیربنا ځوانانو ته هیله ورکوي. په یوویشتمه پېړۍ کې ایجادېدونکي کارونه د نوري فایبر شبکې، اتصال او د عصري ټیکنالوژۍ له سراسري پوهې پرته ناشوني دي.
هغه زیاته کړه، د خواف – هرات او تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښو له رغېدو سره هرات همزمان له دوه ګاونډیو سره وصل شو او ډېر ژر به د اوزبیکستان د اورګاډي پټلۍ سره وصل او د تیموري دورې په هرات بدل شي.
ولسمشر غني زياته کړې، راتلونکی کال په افغانستان کې د ټاپي کار پیلېږي او له امله یې د دغه مسیر ټولو ولایتونو کې ابادي راځي او له دې کبله ټولو ته مبارکي وايي. هغه زیاته کړه، ترکمنستان نه یوازې افغانستان، بلکې خپلو ټولو ته ښه ګاونډی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b59rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته