دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 219881
غور کې ماین چاودنې ۳ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
د غور ولایت دولینه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د غور ولایت دولینې ولسوالۍ ولسوال محمد طاهر افضلي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان د سړک غاړې ته څېرمه په لوبو بوخت و او د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیا شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevo8wzjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته