دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 219903
د هرات – کندهار پر لویه لاره ترافیکي پيښې د ۱۰ تنو ژوند واخیست
د هرات – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پيښې له وجې ۱۰ تنه ولسي کسان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان شوي دي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد ویلي دا پیښه نن پنجشنبه سهار وختي د یوه چټک تلونکي او بل ۳۰۳ ډوله موټر د ټکر کیدو له امله شوې ده.
دا لومړی وار نه دی چې ترافیکي پيښه کې مسافرو ته د سر او مال زیان اوړي، بلکې هر کال زرګونه خلک دغه شان پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د دې پيښې اصلي عوامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhe8tuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته