دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 219905
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د څلورو اقتصادي ستراتیژیکو سندونو لاسلیکول
د افغانستان او ترکمنستان د هېوادونو چارواکو نن چهار شنبه د ۱۳۹۹ کال د تلې د میاشتې په ۹ نېټه د اقتصادي همکاریو څلور ستراتیژیک سندونه چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد لیکه، د هرات د غازو د پایپ لاین د فاز تطبیق (TAPI)، د فایبر نوري شبکه او د ترکمنستان له یو مخابراتي شرکت سره د افغان بیسیم شرکت تړون رانغاړي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شول.
په دې غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي چې د دې هوکړه لیکونو د مذاکره کوونکي پلاوي مشري یې پر غاړه درلوده، د هېواد له جلالتماب ولسمشر څخه د ترکمنستان له ولسشمر سره د دې هوکړه لیکونو لاسلیکولو ته د زمینې د برابرولو پر بنسټ د قدردانۍ او مننې ترڅنګ خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې پروژو پلي کول دواړو هېوادونو لپاره سترې اقتصادي ګټې او د سوداګریزو اړیکو پراختیا تر شاه لري.
ورپسې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مریدوف چې د هغه هېواد په استازیتوب یې په دې غونډه کې ګډون کړی ؤ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په زیاتوالي باندې یې د ټینګار ترڅنګ وویل چې ترکمنستان او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ملګري او ښه ګاوندي هېوادونه دي چې د ښه دیپلوماتیکو اړیکو ترڅنګ یې نېکې سوداګریزې اړیکې درلودې او لري یې.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر ښاغلي قربانعلی بردی محمدوف څخه د دې ستراتیژیکو اقتصادي هوکړه لیکونو د لاسلیکولو لپاره د لازمې زمینې د برابرولو په موخه د مننې ترڅنګ د دې سترو اقتصادي پروژو پلي کول دواړو هېوادونو لپاره مهم وګڼل.
د دې هوکړه لیکونو پهلاسلیکولو سره به له یوې خواد افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخه شي او له بلې خو به زمونږه په زرګونو هېوادوالو ته د کار کولو (بوختیا) زمینه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b5srhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته