دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 219933
هلمند کې موټربم برید د نهو کسانو ژوند واخیست
هلمند ولایت کې د موټربم برید پایله کې ۹ کسانو ژوند بایلو او ۴ تنه ټپیان شول.
پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د تلي په ۹مه نېټه) نهر سراج ولسوالۍ کې د هلمند ـ کندهار پر لویه لار شوې.
سیمه ییز پولیس وايي چې په وژل شویو کسانو کې ۴ تنه ملکي کسان شامل دي.
د والي ویاند، عمرځواک د پېښې څرنګوالي په تړاو بیانوي چې یوه ځانمرګي بریدګر تېر ماښام د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې.
دی همداراز څرګندوي چې څلورو وژل شویو ملکیانو کې دوې ښځې او دوه نارینه، همداراز په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1oqi12bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته