دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 219938
د اسلامي حزب پلويانو د ډاکټر نجيب‌الله د تلين مراسمو د مخنيوي لپاره لاريون وکړ
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ګڼو پلويانو نن د لويې جرګې خېمې مخې ته لاريون وکړ او د ډاکټر نجيب الله احمدزي پلويانو ته يې اجازه ور نه کړه چې د نوموړي د تلين مراسم ترسره کړي.
تر دې وړاندې ويل شوي وو چې په پام کې ده، د ډاکټر نجيب الله د تلين مراسم د پنجشنبه په ورځ د لويې جرګې په خېمه کې ترسره شي.
پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم دغه موضوع جنجالي شوه، يو شمېر وکيلانو ټينګار کاوه چې نجيب هم افغان و او ملاتړي يې د اساسي قانون د ۳۶ماتې له مخې حق لري، د هغه د تلين مراسم ترسره کړي.
خو يو شمېر نورو وکيلانو بيا د دې مراسمو مخالفت کاوه او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د دې مراسمو د ترسره کېدو مخه ونيسي.
د يادولو ده چې ټاکل شوې وه، تېره اوونۍ هم د لويې جرګې خېمه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسم ترسره شي، خو مخالفينو يې د دې مراسمو د ترسره کېدو مخه ونيوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxwni623nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته