افغان حکومت د اروپایي پارلمان د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې.
افغان حکومت د اروپایي پارلمان له لوري د اوربند غوښتنې هرکلی وکړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1399 ساعت 16:51
افغان حکومت د اروپایي پارلمان د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اروپایي پارلمان د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې په کې په افغانستان کې د بېړني او دایمي اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه شوې وه.
اروپایي پارلمان تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتي وو چې په افغانستان کې دې د بېړني او دایمي اوربند له لارې جکړه پای ته ورسوي او تاوتریخوالی دې کم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین افغاني مذاکراتو د پیلېدو کابو میاشت پوره کېږي خو لا هم دغه دواړه لورې په مهمو موضوعاتو د بحث کولو لپاره نه دې تیار او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ د جګړې او مرګژوبلې خبرونه راځي.
د مطلب کود: 219940