دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 219945
کندهار کې د بُست کریکټ لیګ؛ د میوند اتلانو اتلولۍ خپله کړه
د هېواد په سویل کندهار ولایت کې د بُست په نامه د کریکټ غوره ليګ د لومړي پړاو سیالیو اتلولي میوند اتلانو لوبډلې په ګټه تېر ماښام(چهارشنبې د تلې په ۹مه نېټه) پای ته ورسېده.
یاد لېګ کې چې پنځه لوبډلو برخه اخیستې وه له ډلې یې د اختیارالدین کلا او میوند اتلانو لوبډلو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
دبُست غوره ليګ په لومړي ځل په کندهار کې ترسره شو.

د بست کریکټ لیګ د وږي په ۳۱مه نېټه کندهار کې پیل شو او په کې هېواد سویل لویدیځ کې د نهو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو.
د هېواد سویل کې د کریکټ مسوولین وايي چې د بست لیګ د هېواد په کچه تر شپږیزې وروسته لوی لیګ بلل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj1d0tw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته