کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا، افغانستان ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ دستګاوې ورکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1399 ساعت 17:20

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن نن د مصنوعي تنفس ۱۰۰ دستګاوې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړې.


راس ویلسن د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا دا مرسته په افغانستان کې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره شوې ده.
هغه وویل: "د مصنوعې تنفس د سلو پرمختللو ماشینونو مرسته هغو کسانو ته د زیاتو تجهیزاتو زمینه برابروي چې په لومړۍ کرښه کې دي"
کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر په وینا د مصنوعي تنفس دا ماشینونه به روغتیايي کارکوونکي د دې جوګه کړي ترڅو د کروناویروس د سختو ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.
ټاکل شوې چې د مصنوعي تنفس دغه الې (وینټلاټورونه) د افغانستان هغو ولایتونو ته ورکړل شي چې د کروناویروس له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.
ښاغلي ویلسن وویل چې امریکا به د روغتیا په برخه کې په ځانګړي ډول د کروناویروس د مشکوکو پېښو د ازموینې ظرفیت په لوړولو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې ویلي چې ولایتونو ته د مصنوعي تنفس د الو د انتتقال او ځای پر ځای کولو په برخه کې به د افغانستان له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
دغې اداري همدا شان ژمنه کړې چې له وینټلاټورونو څخه د سمې استفادې لپاره د روغتايي کارکوونکو د روزنې په برخه کې به مالي ملاتړ وکړي.


د مطلب کود: 219946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219946/امریکا-افغانستان-ته-د-مصنوعي-تنفس-۱۰۰-دستګاوې-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com