کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: طالبانو سره خبرو کې پر 'حنفي او جعفري فقې' اختلافات تر ډېره حل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 10 میزان 1399 ساعت 17:55

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر وایي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ د "حنفي او جعفري فقې" پر سر اختلافات تر ډېره حل شوي دي.


عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته د سفر په وروستۍ ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یو له هغو خنډونو چې د دوحې د خبرو اترو د پرمختګ مخه‌یې ډب کړې، تر ډېره حل شوی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي چې دواړه لوري د سولې په مذاکراتو کې له شیعه‌ګانو سره له تبعیض پرته د حنفي فقې د نقش په رسمیت پېژندلو سره سلا شوي دي.
دا چې د سولې د خبرو اترو اساس باید حنفي فقه وي د طالبانو دا ټینګار د افغان چارواکو په باور هغه څه دی چې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرې یې ځنډولې دي.
بل‌خوا د ملي مصالحې عالي شورا یو مرستیال اسدالله سعادتي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په دې اړه پر یوې "معقولې" حل‌لاره باندې قناعت کړی دی.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې مخکې په دې اړه له رسنیو سره مطرح شوي اوس تر ډېره په‌کې تعدیل راغلی او طالبان یوې معقولې او اساسي حل‌لارې ته چې په دې اړه شباهت لري، هغې حل‌لاره باندې چې اساسي قانون کې شته، قانع شوي دي."
ښاغلی سعادتي خبرداری ورکوي چې که ټاکل شوې وي د مذهبي، سیاسي، قومي او ژبنیو واقعیتونو پر وړاندې د انکار او حذف منطق موجود وي، په خبره‌یې افغانستان به سولې ته ونه‌رسېږي.
د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرې د سپټمبر په ۱۲مه، د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.
دواړه لوري تر دې دمه د بین‌الافغاني مذاکراتو د اصولو او طرزالعمل په جوړولو بوخت دي.
له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې دواړو لورو د ۲۰ مواردو په حدودو توافق کړی دی.

که څه هم دواړو خواوو په ټولو اختلافي مسایلو بشپړ توافق نه‌دی کړی، خو د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم یو غړی غلام فاروق مجروح ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو اړخونو چلند ښه دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار یې په اړه وایي: "هغه څه چې د مذاکراتو د اوږدېدو لامل شوي ظاهراً دوه مسلې دي، لومړی دا چې د سولې د مذاکراتو اساس د فبرورۍ د ۲۹مې توافق‌نامه ده که بل څه؟ دوهم دا چې که د سولې مذاکرات له ستونزو سره مخ شي د حل لپاره به‌یې څه ته مراجع کېږي چې طالبان یوازې پر حنفي فقې ټینګار کوي."
د سولې خبرو اترو بهیر د چټکوالي لپاره څلور ورځې مخکې عبدالله عبدالله اسلام‌اباد ته ولاړ او هلته‌یې د پاکستان له لومړي وزیر، جمهور رئیس، لوی درستیز او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
ښاغلي عبدالله کابل ته له ستنېدو وړاندې په پاکستان کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې له یو ښه پیغام سره افغانستان ته ستنېږي.

د پاکستان په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس استازي عمر داوودزي چې ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې و ازادي راډيو سره په مرکه کې هیله‌مندي وښوده چې په دغه سفر کې د پاکستان ژمنې به د دې لامل شي ترڅو په دوحه کې د سولې د خبرو اترو بهیر تېز شي چې د داوودزي په خبره پاکستان پر طالبانو زیات نفوذ لري.


د مطلب کود: 219951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219951/عبدالله-طالبانو-سره-خبرو-کې-پر-حنفي-او-جعفري-فقې-اختلافات-تر-ډېره-حل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com