کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفارت: که افغانان وغواړي د سولې خبرو کې منځګړیتوب ته چمتو یو

د صدای افغان خبری آژانس , 10 میزان 1399 ساعت 17:57

کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست، راس ویلسن ویلي چمتو دي چې قطر کې د بین الافغاني خبرو بهیر کې منځګړیتوب وکړي.


راس ویلسن ټینګار کړی چې دوحه کې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ کیږي، خو که چیرې افغان حکومت او طالبان له امریکا د مرستې غوښتنه وکړي، واشینګټن چمتو دی چې دې برخه کې منځګړی شي.
ویلسن ویلي: “دا زموږ او د نورو هغو هیوادونو نظر دی چې افغانستان کې د سولې بهیر سره مرسته کوي. موږ همکاریو ته چمتو یو. موږ د سولې بهیر کې د خپلو نظریانو تپلو ته لیواله نه یو. موږ د هغو پریکړو ملاتړ کوو چې د میز پر سر خبرو پایله کې کیږي.”
بله خوا، د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله عرب نیوز سره خبرو کې ویلي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ورسره ژمنه کړې چې طالبانو کې خپل نفوذ نه به د اوربند رامنځته کیدو لپاره کار واخلي.
عبدالله پرون ماښام پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.
د اروپايي ټولنې پارلمان هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دایمي او فوري اوربند غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د سولې خبرې باید پراخې او د افغانانو په مالکیت وي.
بله خوا یو شمیر سیاسي جریانونو او د ولسي جرګې غړو هم ویلي چې د جګړې پر دوام د طالبان ټینګار به د سولې رامنځته شوی فرصت له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو درې اونۍ تیرې شوې دي، خو دواړه خواوې تر اوسه د خبرو اصولو ټاکلو کې هم نه دي سلا شوي.
د خبرو پیلیدو سره د جګړې شدت هم زیات شوی دی.


د مطلب کود: 219952

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219952/د-امریکا-سفارت-افغانان-وغواړي-سولې-خبرو-کې-منځګړیتوب-ته-چمتو-یو

آوا
  https://www.avapress.com