دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 220020
ننګرهار کې موټربم برید؛ ۱۳ کسان وژل شوي، له ۳۰ زیات ټپیان دي
د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي نن غرمه څه باندې دولس بجې د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ باندې موټربم چادونه شوې ده چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۳۰ ډېر زخمیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بریدګر مازدا ډوله موټر د ولسوالۍ ملي امنیت له یو ټاور سره جنګولی او چاودنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه چې یو شمېر نورو بریدګرو غوښتل چې له چاودنې سره هم‌مهاله وسله‌وال برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو وژلي دي.
د پېښې یو عیني شاهد عزیز خان امریکا غږ ته وویل چې د ولسوالۍ له ودانۍ سره څېرمه یو خصوصي ښوونځی موقعیت لري او برید د زده کوونکو له رخصتېدو سره سم شوی دی.
د عزیز خان په وینا د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
په سیمه کې بل عیني شاهد سید قیوم وویل برید د ډاینا موټر څخه په استفادې او لسګونه کسان یې لیدلي چې ټپیان وو او روغتونونو ته یې روان کړي وو.
د برید مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5gb5grhb5gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته