کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د غني غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه د ارګ غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 میزان 1399 ساعت 16:38

ارګ په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه غبرګون ښودلی.



د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر ټویټر ولیکل چې دا موضوع به د پکتیکا د والي له دفتر سره جدي وڅېړي څو په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې د پکتیکا ځایي خبریالانو او د ولایتي شورا یوه غړي اعتراض وکړ چې دوی ته د ولسمشر په غونډه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.
د ولایتي شورا یوه غړي افسر سلیمان‌خېل رسنیو ته ویلي چې ډېر مهم مسایل‌یې درلودل چې باید له ولسمشر سره‌یې شریک کړي وی .
ځایي خبریالانو هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته دوه ورځې وړاندې په غونډه کې د ګډون لپاره د خبریالۍ کارتونه ورکړل شوي وو، خو د غونډې په ورځ دوی ته د خبري پوښښ اجازه نه‌ده ورکړل شوې.
ولسمشر اشرف غني نن سهار د پکتیکا ولایت د وضعیت د ارزولو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي له یو شمېر ولایتي چارواکو او مشرانو سره په خبرو کې د امنیت د ښه کېدو ژمنې کړې دي.
 


د مطلب کود: 220033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220033/پکتیکا-کې-د-غني-غونډې-ته-خبریالانو-نه-ورپرېښېدو-په-اړه-ارګ-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com