د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دولت دوه کارکوونکي نن (یکشنبه، ۱۳تله) سهار شاوخوا ۷:۴۷ دقیقې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند «ټانک چکري» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شول.
د وژل شویو کسانو هویت لا مالوم شوی نه دی.
ښاغلي فرامرز دغه راز وویل، د کابل ښار اتمې امنتیي حوزې اړوند یوې بلې پېښه کې، یو «لنډکروزر» ډوله موټر د چسپکي ماین ښکار شو، چې دوه ملکي وګړي په کې ټپي شول. د هغه په وینا، دغه پېښه نن سهار ۸:۱۰ دقیقو کې د اتمې حوزې اړوند «هېوادوال» سیمه کې رامنځته شوه.
د دې یوې پېښې مسوولیت هم کوم وګړي یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)