دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 220065
ظریفه غفاري یو ځل بیا د وسله‌والو له بریده روغه وتلې
د میدان وردګو ښارواله ظریفه غفاري د وسله‌والو مخالفانو له یوه بریده روغه وتلې ده.
مېرمن غفاري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون د کابل ارغندې کوتل سیمه کې هغه مهال پرې وشو چې دا خپلې دندې ته روانه وه.
هغې زیاته کړه: "د ارغندې کوتل ته څېرمه، دلته د ملي اردو یوه پوسته هم ده، د پوستې ۵۰ مترۍ کې طالبانو کمین نیولی و، زموږ موټر یوه مرمۍ د مخې له‌خوا او څو مرمۍ د شا له‌خوا ولګېد، خوشبختانه چې موږ ته هېڅ ډول زیان نه‌دی رسېدلی."
تر اوسه د کابل پولیسو د دغه برید په اړه څه نه‌‌دي ویلي.
له دې وړاندې هم په کابل ښار کې پر ظریفې غفاري برید شوی و چې هغه مهال په‌کې سر سري ټپي شوې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwnum49nuw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته