دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 220100
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د تیر ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ څخه بیا د روان ۱۳۹۹/۶/۳۰ پورې یوازې په کندهار ولایت کې ۱۲۲ تنه ملکي وګړي په هدفي بریدونو کې وژلي شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون نن یکشنبه اکتوبر۴(تلې۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ۷ تنې ښځې هم شاملې دي.
 
یاد کمېسیون وايي، دغه کسان په کندهار ښار او ولسوالیو کې ترور شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون همدارنګه زیاته کړې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هیواد کې ۹۴۵ تنه ملکیان د هدفي بریدونو قرباني شوي چې په وینا یې له ډلې ۵۳۳ تنه وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
یاد کمېسیون له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې د په ځانګړي ډول د اقلیتونو، دیني عالمانو، مذهبي مشرانو او د بشري حقونو کار کوونکو امنیت ته جدي توجه وکړي.
تر دا مهاله د افغانستان حکومت امنیتي او کشفي ارګانونو، د کندهار امنیتي مسؤلینو او وسله والو مخالفینو د ملکي خلکو د ترور په اړه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وویل چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دی.
طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawwnuw49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته