دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 220112
د بغلان د جلګې ولسوال له خپلو ساتونکیو
د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ ولسوال عبدالولي شریفي د دې ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د کوتل مرغ په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو په یوه برید کې له خپلو درې ساتونکیو سره ټپي شوی دی.

  ځایي سرچینو ویلي؛ دغه پېښه پرون هغه وخت رامنځته شوه، چې عبدالولي شریفی له جلګه ولسوالۍ څخه د پلخمری ښار ته پر لاره و.

داکتران وایي، چې د شریفي او د هغه د ساتونکيو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ندی.
تر اوسه کومې ډلې یا فرد د برید مسوولیت ندی منلی.
دغه راز په یوه بله ېښه کې، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د ۱۶ ناحيې په اړوند سیمه کې معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون د کمیسار او ویاند حمدالله ارباب پر موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې په کې اربات ته ځاني زیان ندی رسیدل؛ خو ساتونکی یې ټپي او دریور یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې برید مسوولیت هم چا ندی منلی.
په دې وروستیو اوونیو کې پر یو شمېر حکومتي چارواکو ان د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح هم بریدونه شوي؛ خو پر صالح د برید پر مهال ۱۰ عام وګړي وژل شوي وه او ساتونکي یې ټپیان ول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0xxyt0xf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته