دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 220133
د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د ټرافيکي پېښې له امله اته تنه ټپيان شوي
د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د ټرافيکي پېښې له امله اته تنه ټپيان شوي
د سیمې یو اوسیدونکي عزیزالله عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار (دوشنبه ۱۴تلې) د شینوارو ۲۷مې ویالې اړوند سیمه کې یو «ټیلر» موټر پر دوه «سوزکیو» ډوله موټرو ورختلی، چې له امله یې اته کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: «مونږ هلته ولاړو و، چې یو ټیلر موټر راغی او په سوزکیو موټرو وربرابر شو، اته کسانو مو روغتون ته انتقال کړل.»
په ورته مهال بیا د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د دوو ټيلرونو او دوو سوزکيو ډوله موټرونو د ټکر له امله اته تنه ټپیان شوي، چې ټول لويان او نارينه دي.

د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې يو موټر چلوونکی او کلينډر هم ټپيان شوي دي. د عامې روغتیا مسوولین وایي ټپیانو کې د دوو تنو حالت نازک دی.
تیره ورځ هم د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په «بهراباد» سیمه کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي ټپيان شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9xwak9xq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته