د لغمان یو اوسیدونکي عتیق الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (دوشنبه، ۱۴ تلې) سهار شاوخوا نهه بجې او ۴۵ دقیقې د مهترلام ښار اړوند «غازي بابا» ښارګوټي کې د لغمان د والي پر موټریز کاروان ماین چاونه شوې.
هغه زیاته کړه: «والي د خپل مېلمستون څخه ولايت مقام ته په لاره وو، چې سلطان غازي بابا ښارګوټي کې پرې چاودنه وشوه، چاودنه مرګ ژوبله لري.»
هڅه مو وکړه د والي د ویاند اسدالله دولتزي نظر هم له ځانه سره ولرو خو بریالي نشو. خو ښاغلي دولتزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې والي له یاد بریده روغ وتی، خو برید کې خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)