د لغمان چارواکي وايي، د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان د موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژلي ا و ۲۸ نور ټپیان دي.
د والي د ویاند په وینا په وژل شویو کسانو کې ۴ نظامیان او ۴ ملکیان دي.
د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار لس بجې شاوخوا د لغمان پر والي رحمت الله یارمل هغه مهال چې له مېلمستونه د دفتر په لور روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، خو والي ته پهکې زیان نهدی رسېدلی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه ده منلی.