سیمهییز چارواکي وایي، د کابل پروان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
پروان کې ترافیکي پېښه کې درې کسان وژل شوي
14 میزان 1399 ساعت 16:50
سیمهییز چارواکي وایي، د کابل پروان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د پروان ولایت د ترافیکو مدیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پېښه نن سهار شپږ نیمې بجې د پروان ولایت په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه له سوارلو ډک سراچه موټر له سړکه ووت او چپه شو.
نوموړی وایي، په دغه ترافیکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د دغه ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وه
د مطلب کود: 220185