دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 220252
د ارزګان ګیزاب کې د پولیسو او طالبانو تازه نښتې
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو تائیده کړه چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن سې شنبه اکتوبر۶(تلې۱۵) امریکا غږ ته وویل چې تیره شبه وسله والو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ د مرکز پر کمر بندي پوستو بریدونه کړي چې په وینا یې افغان قواو پر شا تمبولي دی.
نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
خو د ارزګان د پولیسو یوه امنیتي مقام د نوم ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د ګیراب د تیرې شپې په جګړه کې نهه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دی.
د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو له تیرو درې اونیو راهیسې د وسله والو طالبانو تر پراخو بریدونو لاندې راغلي چې لا هم نښتې پکښې روانې دی.
د ارزګان د والي وباند ښاغلی عبادي وايي، د ګیزب او دهراود ولسوالیو کې تازه دمه افغان ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د وسله والو طالبانو له حضور څخه یې ځینې سیمې هم تصفیه کړي دي.
د ارزګان د امنیتي وضعیت د سمون لپاره د کورنیو چارو وزارت جنرال خطاب خنجري د نیوي امنیه په توګه ټاکلی چې تېره ورځ یې خپله دنده پیل کړه.
ښاغلي خنجري امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت د امنیت لپاره به ډېر ژر یو لړ ګامونه واخلي، خو په اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو تر دامهاله د ارزګان د نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwuarrt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته