دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 220266
ارزګان کې د طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي
د ارزګان د والي دفتر وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي.
د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو دغه برید برايي کړی.
هغه زیاته کړه: "افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې اته تنه شهیدان او څلور ټپیان لرو. طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو په هغه اړه لا تر اوسه دقیق ارقام نه‌لرو."
د ازادۍ راډیو خبریال د ځینو سرچینو په حواله چې پر دې ولسوالۍ اوس هم جګړه روانه ده.
وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9z0x9yt0xx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته