د کاپیسا د والي وياند قيس قادري خامهپرس ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده، چې د تګاب ولسوالۍ د خساچينه سيمه کې د ملکي وګړو يو سراچه موټر د سړک غاړې پر ماين ور برابر شوی دی.
د نوموړي په خبره، دغه بېښه نن چهارشنبه سهار ۶ بجې رامنځته شوې ده.
قادري زياته کړه، د پېښې قربانیان دوه سړي او يوه ښځه دي.
تر دې مهاله د دغه پېښې پړه کوم شخص يا ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)