دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 220304
د کابل پوليسو د جنايي جرمونو په تور ۱۰ کسان نيولي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، وسله‌والو غلاوو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، لواطت او شکونې په تړاو او همدارنګه د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.
پوليسو داسې مهال دغه کسان نيولي چې په وروستيو کې کابل کې له جنايي جرمونو او غلاوو د خلکو شکايتونه ډېر شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9xtak9xw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته