د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۵ مې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
تېرو دوو اوونیو کې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 میزان 1399 ساعت 16:41
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۵ مې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې جملې ۵۱۵ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۱۱۹ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
دغه وزارت زياته کړې چې د تېرو دوو اوونيو ملي عوايد د روان کال د وږې میاشتې د وروستیو دوو اوونیو په پرتله ۹۸۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
د خبرپاڼې په حواله، د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۲۷ میلیارده ۲۰۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د ماليې وزارت دغه راز ويلي، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د تلې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې ۸۳ میلیارده ۱۸۹میلیونه افغانۍ (۵۰.۲٪) پراختیایې بودجه او ۱۹۶ میلیارده ۷۱۵ میلیونه افغانۍ (۶۴٪) عادي بودیجه لګول شوې چې په ټوله کې د ملي بودجې ۲۷۹ میلیارده ۹۰۴ میلیونه افغانۍ (۵۹٪) جوړوي.
د مطلب کود: 220330