کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او نړيوالې ټولنې جينيوا کنفرانس ته تیاری پيل کړ

د صدای افغان خبری آژانس , 16 میزان 1399 ساعت 20:24

افغانستان او نړيوالې ټولنې په رسمي ډول د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال د جينيوا کنفرانس ته تیاری پیل کړ چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه نیټه د جینیوا په پالیز ډیس نیشنز کې ترسره شي.


د دغه کنفرانس مشري به په ګډه د افغانستان دولت، د فنلنډ حکومت او ملګري ملتونه کوي.
د ماليې وزارت وايي، جينيوا کنفرانس ته د تياري بهير د پرانیستې مراسمو کې چې کابل کې جوړ شوي وو، له ۷۰ څخه زیاتوهیوادونو او نړیوالو سازمانونو او همدارنګه د مدني ټولنو استازو په مجازي او یا فزیکي ډول حضور درلود.
د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د انتقال د لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) د ژمنو وروستی کنفرانس دی، چې موخه یې پرځان د بسیا کیدو پرلور د دغه هیواد پرمخ بیول دي او تمه کیږي، چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان د پرمختیا او ثبات په تړاو د نړیوالې ټولنې او افغانستان ژمنې تازه شي.
ټاکل شوې د جينيوا کنفرانس د نومبر په ۲۴مه نیټه ترسره شي خو د افغانستان په عمده ننګونو اولاسته راوړنو به له کنفرانس څخه یوه ورځ وړاندې په فرعي ناستو کې بحثونه وشي.
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل:
د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د مرستو اغیزمنتوب او دوه اړخیزې حساب ورکونې ته د ژمنتیا لپاره – همدارنګه د روڼوالي، مشروعیت او اغیزمنتیا د ودې لپاره یو ځانګړی فرصت برابروي. د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه پرمختګ خورا مهم دی.  دواړه، د افغانستان دولت او زموږ نړیوال همکاران باید خپل ځان او یو بل د پرمختیايي سرچینو د کارولو او د پراختیایی پایلو لپاره مسؤل وګڼي.
له بل لوری ولسمشرغني په یوه ثبت شوې پیغام کې وویل:
دې کنفرانس ته د چمتووالي بهیر موږ ټولو ته یو فرصت په لاس راکړ، څو د افغانستان د تیر، حال او راتلونکي پراختیایي لارې په تړاو مفصل او جامع بحثونه وکړو. په ځانګړي توګه به دغه کنفرانس افغان ولس ته له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د دوامداره ګډون او ملاتړ ښودلو روښانه او غوره فرصت وي. په پالیسی جوړولو او پلي کولو متمرکزي  زموږ ګډې او پرلپسې رغنده خبرې به تر دې کنفرانس او له دې کنفرانس څخه وروسته دوام وکړي.
دغه کنفرانس به د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ (ANPDF-II) دویمه بڼه چمتو کړي چې  له ۲۰۲۱-۲۰۲۵ کاله پورې د پرمختیا لیدلوری، ستراتیژي او پلان برابروي، چې پر درېیو برخو مارکیټ، دولت او سولې رامنځ ته کولو را څرخي او  د مرستو د څرنګوالي لپاره به یو نوی بنسټ رامنځ ته کړي.


د مطلب کود: 220333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220333/افغانستان-او-نړيوالې-ټولنې-جينيوا-کنفرانس-ته-تیاری-پيل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com