دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 220357
عبدالله عبدالله له نرېندرا مودي سره پر افغان سوله خبرې کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د عبدالله عبدالله د نننیو لیدنو کتنو په اړه د ده ویاند مجیب رحیميته وویل: "له صدراعظم او د هند له بهرنیو چارو وزیر سره به وګوري او په ورته وخت کې به د مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د دفاعي او تحلیلي مطالعاتو په انسټټیوټ کې خبرې وکړي."
عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له کابله نوې ډېلي ته ولاړ. دی تېره اوونۍ اسلام‌اباد ته تللی و.
دا سفرونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبان په دوحه کې د افغان دولت له پلاوي سره د سولې د خبرو پر طرزالعمل خبرې کوي.
دا خبرې د سپټمبر په ۱۲مه پیل شوې او په پرانیستونکې غونډه کې یې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د وېډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته او ویې‌ویل چې داسې سوله باید وشي چې د هند پر ضد له افغان خاورې استفاده ونه‌شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcen78wfjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته