د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (پنج شنبه، ۱۷تلې) وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی بریدګر نیولی دی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نیول شوی ځانمرګی بریدګر «عباس» نومیږي، چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو برخې قوماندانانو عبدالله او عزيز الله مشهور په مصطفی له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل یې پر یوې ولسوالۍ برید ترسره کړي، چې موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول شو.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس