دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 220375
هېواد کې د کرونا ویروس؛ ۶۸ مثبتې پېښې او یو تن مړی شوی
تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې او یاده موده کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ مړ شوی هم دی.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې تازه پېښې د ۳۷۲ کتل شویو نښو پایله ده.
له دې سره تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ څخه ۱۳ تنه روغ شوي دي.
تازه پېښې ۱۶ کابل، ۶۰ هرات، ۱ کندهار او ۱ هم په لوګر ولایت کې ثبت شوې ده.
دا په تېرو درېیو ورځو کې هرات کې لوړې شمېرې دي چې ثبتیږي، تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ۴۲ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړل شوی وو.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۴۷۰ تنه مړه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcef78wnjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته